د نن ورځې مهم خبرونه

د ولسمشر د لومړي مرستیال امرالله صالح پر موټریز کاروان برید شوی.

چارواکي وايي، امرالله صالح له یاد برید څخه روغ وتلی او کوم زیان ورته ندی رسیدلی


د کابل ښار تایمني کې چاودنه شوې.

عیني شاهدان وایي چې چاودنه ډیره قوي وه او ویل کیږي چې پر کوم دولتي چارواکي ځانمرګی برید شوی.


ټرمپ به ډير ژر له افغانستانه د نورو سرتېرو د ويستلو اعلان وکړي

د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددغه هېواد هوايي ځواک ته د وینا پر مهال ویلي چې په نږدې ورځو کې به له عراق او افغانستان د زرګونه عسکرو د وتلو پرېکړه اعلان کړي.


د ننګرهار شیرزادو ولسوالۍ کې سلو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ځايي چارواکي وایي،د ننګرهار په شیرزادو ولسوالۍ کې په امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو د ډله ییزو حملو په ځوابیه بریدونو کې د تېرې یوې اونۍ پر مهال شپیته وسله وال طالبان وژل شوي او تر څلوېښت تنو زیات ټپيان شوي دي .


محسن داوړ امرالله صالح برید غندلی 

د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبري غړي، محسن داوړ د ولسمشر پر لومړي مرستيال، امرالله صالح د نن ورځې بريد غندلی دی.

هغه ويلي، چې دغه ډول بريدونه په افغانستان کې د سولې د دښمنانو لخوا تر سره کېږي.


صالح: زه روغ جړړیم؛ خو ځینې ساتونکي مئ ټپیان شوي

د ولسمشر لومړي مرستيال تر بريده وروسته پخپل يو پيغام کې ويلي چې روغ جوړدى؛ خو لاس يې لږ سوځيدلى او ځينې ساتونکي يې ټپيان شوي دي.


ولسمشر: پر صالح برید سره دښمنان پر سولي زموږ بارو نه شي کمزوری کولی

ولسمشر غني پر امر الله صالح ترسره شوى بريد غندلى او زياته کړې، ترهګر او د دوی بهرني ملاتړي د دغسې جنایتونو په ترسره کولو سره پر سوله، جمهوریت او د هیواد پر روښانه راتلونکي د خلکو کلک باور نشي کمزوری کولی .



حمدالله محب: تروریستان په وخشیانه حملو سره خپلو شومو موخو ته نه شي

د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب، وايي، تروريستان په وحشيانه حملو او کرکې سره خپلو شومو موخو ته نه شي رسېدلی

هغه د ولسمشر په لومړي مرستيال، امرالله صالح نننی بريد غندلی او د هغه د روغتيا پوښتنه يې هم کړې.



سږ کال به ننګرهار کې ٥٠٠ ټنه د زيتونو حاصلات راټول شي

ځايي مسوولين وايي د ننګرهار د څلور ګونو فارمونو د زیتونو له بڼونو څخه به سږ کال د اټکل له مخې ۵ سوه ټنه حاصلات را ټول شي ، چې د تېر کال په پرتله به په کې پنخه سلنه زیاتوالی رامنځته شي.


له کندوزه د دريو ماشومانو د قاچاق مخه ونيول شوه

د کندوز د امنيه قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري وايي چې د لسو کلونو عمر لرونکي دا ماشومان د نامعلومو کسانو لخوا پاکستان ته قاچاق کېدل چې ونيول شول.


بلخ ولايت کې ١٣ تنه وسله وال طالبان وژل شوي

د ملي دفاع وزارت وايي چې ددې ولايت د چاربولک په ولسوالۍ کې اوه طالبان له خلکو دپيسو اخيستلو پر مهال وژل شوي او شپږ نور يې په چمتال ولسوالۍ کې وژل شوي.


پروان کې د غير مسوولو وسله والو يو قوماندان نيول شوى 

د پروان د سیدخېلو د ولسوالۍ ولسوال، لمر عثمانیار وايي، چې دغه قوماندان له ډېرې مودې راهیسې په سيمه کې د ورانکارۍ کارونه ترسره کول


د هند او افغانستان ترمنځ الوتنې پيل شوې

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ديوه تړون له مخې به اونۍ کې يوه الوتنه د ځانګړو کسانو د ليږد لپاره ترسره کېږي.

  • 19 وږی 1399